Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو پر غزې د اسرائیل د بریدونو درېدو غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د ځینو عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو پر غزې د اسرائیل بریدونه غندلي او د هغو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

الجزیرې راپور ورکړی چې د ځينو عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو تېره ورځ د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په یوه غونډه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه باید په غزه کې د جګړې بندولو لپاره پر اسرائیل بندیزونه ولګوي او د بریدونو بندولو غوښتنه یې کړې ده.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غزې ته د بشري مرستو پر ژر لېږدولو ټينګار کړی دی.

په راپور کې راغلي، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل البارس ویلي چې مادرید پرون د دې جګړې بندېدو په موخه غونډه جوړه کړې وه چې د ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د بهرنیو چارو وزیرانوو او استازو ګډون په‌کې کړی و.

د راپور په حواله،  تېر کال په مادرید کې د ورته غونډې په ترڅ کې د مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون هېوادونو او همدارنګه د ناروې او ایرلینډ جمهوریتونو په څېر اروپايي هېوادونو د فلسطین دولت پر رسمیت وپېژاند.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیل بریدونو کې نږدې ۵۴ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.