کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستانه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژې (ټاپ) په اړه تخنیکي ناسته وشوه.
د راپورونو له مخې، د ټاپ پروژې له لارې به د ترکمنستان ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي؛ افغانستان به له دې پروژې هر کال پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټه ۱۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي.
د دې پروژې تړون په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې لاسلیک شوی و.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د رهبرۍ او د بهرنیو چارو، مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو استازو ترمنځ له ترکمنستانه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد پروژې (TAP) په اړه تخنیکي ناسته وشوه.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر ټاپ پروژه د سیمې په کچه یوه مهمه حیاتي پروژه بللې او په ټولو ملي پروژو کې یې د ګډ ملي احساس او بشپړې روڼتیا له مخې د کارونو پر مخ وړلو او پرېکړو پر کولو ټينګار کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، په ناسته کې د ټاپ پروژې مخکنیو هوکړهلیکونو بیاکتنې، د لارې نقشې روښانتيا، د پروژې پلې کېدا لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کېدو او راتلونکو جوړېدونکو ناستو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د یادونې ده، د یادې پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت په مشرۍ ګډه کمېټه د ریاستالوزراء مقام د پرېکړې له مخې جوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP