Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا د یو شمېر چیني محصلینو د ویزو لغوه کولو بهیر پیلوي

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د امریکا بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې متحده ایالات به د هغو چیني محصلینو چې د چین له کمونېست ګوند سره اړیکې لري یا په حساسو رشتو کې زده‌کړې کوي، د ویزو لغو کولو بهیر پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون (چهارشنبه) ویلي چې دغه وزارت به د ویزو معیارونو د کره ارزونې لپاره په راتلونکي کې د چین او هانګ‌کانګ له لوري د ټولو ویزو غوښتنلیکونه اصلاح کړي.

هغه ویلي: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د کورني امنیت وزارت د چیني زده‌کړیالانو لپاره د ویزې په جدي لغو کولو کې همکاري وکړي.»

په واشنګټن کې د چین سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا کې د چیني محصلینو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۳۷۰ څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۷۷ کسانو ته راټیټ شوی چې د زده‌کړیالانو دغه ډول کمښت د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د زیاتیدونکي کړکېچ له امله دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.