Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول؛ د مور او ماشوم د روغتیا لپاره پټ ګواښ

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې موبایل د ورځني ژوند پر یوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوی، ډاکټران وايي چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول کولای شي د مور او د هغې د ماشوم د روغتیا لپاره خطر رامنځته کړي.

ډاکټران وايي چې د موبایل ډېر کارول، په ځانګړې توګه د میندوارۍ په لومړیو میاشتو کې کولای شي د کم‌وزنه ماشوم زېږېدو، له وخت مخکې زېږون او ان رواني اختلالاتو لامل شي.

د موبایل له حده ډېر کارولو پټ زیانونه

په کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې متخصصه ډاکټر نجم‌السما شفاجو پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم ګرځنده موبایلونو په ژوند کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې، خو له حده ډېر کارول یې کولای شي خلکو ته زیان ورسوي؛ خو د میندوارو ښځو لپاره یې زیان ډېر دی.

د هغې په وینا، له موبایله مکرره او په یوه ورځ کې د څو ساعتونو لپاره ګټه اخیستل کولای شي د سترګو دید کمېدو، ګنګسیت او ان په اوږد مهال کې پر سرطان د اخته کېدو د احتمال ډېرېدو لامل شي.

هغې وویل چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول، په ځانګړې توګه د دویمې او اتلسمې اونۍ ترمنځ؛ یعنې هغه مهال چې جنین په شکل اوړي، خطرناک کېدای شي او ښایي د کم‌وزنه ماشوم زېږېدو یا له وخت مخکې زېږون لامل شي.

هغې چې ویل یې، د ترسره شوو څېړنو له مخې، هغه میندې چې د میندوارۍ پر مهال موبایل ډېر کاروي، بې‌تفاوته، کم‌درکه او پر رواني ستونزو اخته ماشومان زېږوي. هغې زیاته کړه: «۳۵ کاله کېږي چې دغه ټکنالوجي کاروو، وګورئ اوسني ځوانان څومره بې‌تفاوته دي، څومره بې‌درکه دي، ولې؟ ځکه میندې یې د میندوارۍ پر مهال موبایل ډېر کاروي او خپل جنین ته پام نه کوي.»

ورته مهال، په کابل ښار کې د نسايي ولادي متخصصې مشعل بهار وویل: «هغه میندوارې مېرمنې چې هره ورځ څه باندې نیم ساعت مبایل کاروي یا په دوامداره توګه ورسره سروکار لري، ښايي د ماشوم پر ذهن، اعصابو او د بدن پر ودې یې منفي اغېز وکړي.»

هغه زیاته کړه: «په ځانګړې توګه درې لومړۍ میاشتې اړینې دي؛ په دې دوره کې د جنین اصلي غړي جوړېږي، په دغه پړاو کې باید میندې د موبایل کارول محدود کړي؛ دا چې مور هره شېبه له موبایله ګټه اخلي، خپله په اضطراب کې وي او ان د زړه درزا یې لوړېږي، د فېسبوک یا واټسپ په څېر ټولنیزو شبکو نوټیفیکېشنونه د مور په ذهن کې اضطراب رامنځته کوي او په پایله کې د جنین پر روغتیا او ودې منفي اغېزې درلودای شي.»

هغه زیاته کړه، په یو شمېر هېوادونو کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل دوامداره کارول د ماشومانو د کم وزنۍ، غیر نورمال حالت یا له وخته زېږون لامل شوي دي.

د ډاکټرانو سپارښتنې

داکټر نجم‌السما سپارښتنه وکړه چې میندواره ميندې کولای شي هره ورځ درې ځلې نیم نیم ساعت موبایل وکاروي او له دوامداره کارونې څخه دې یې ځان وساتي خو د اړتیا پر مهال باید بلندګو او له موبایل سره باید لږ تر لږه ۷۵ سانتي‌متره فاصله ولري.

هغې دغه‌راز سپارښتنه وکړه چې د چارجېدو پر مهال دې له موبایله ګټه نه اخلي؛ ځکه چې په دغه حالت کې د موبایل د وړانګو اندازه زر چنده ډېرېږي.

هغې زیاته کړه: «د خوب پر مهال خپل موبایل له سره څخه لرې کېږدئ، ځیني عادت لري چې تر بالښت لاندې یې ږدي چې دا ډېر ناسم کار دی، نن سبا چې د سردرد ستونزې ډېرې شوې، خپګان زیات شوی او څوک د چا د خبرو کولو تحمل نه لري، دا ټول له موبایله د ناسمې استفادې له امله دي.»

هغې هم سپارښتنه وکړه چې میندې باید په ورځ کې له نیم ساعت نه هم کم موبایل وکاروي، کورنۍ باید د شپې له لوري وای‌فای غیرفعال کړي او موبایل لږ تر لږه د خوب له ځایه یو متر لرې کېږدي.»

له موبایله د استفادې په اړه د میندو نظرونه

د کابل ښار اوسېدونکې منیژه ځاځۍ چې په یوه اداره کې دنده لري وايي، که څه هم د موبایل کارونې پر زیانونو پوهېږي خو دا چې کار یې له موبایل سره تړاو لري، اړه ده چې د ورځې څو ساعته موبایل وکاروي.

هغه چې د ميندوارۍ نهمه میاشت یې ده، وايي: «کله چې له موبایله ډېره استفاده وکړم، سر مې درد کوي، کنګسه وم او ډېره خسته یم، دومره خسته کېږم چې حتا د خپلې کورنۍ له غړو سره د خبرو کولو حوصله هم نه لرم.»

هغې زیاته کړه، اوس یې پام شوی، کله چې موبایل ډېر وکاروي، سترګې یې په درد کېږي، سرې کېږي او سوځېږي چې دا ټول د موبایل د شعاع له امله دي.

د سرپل اوسېدونکې مرجانه وايي چې ځیني وخت د ستړیا رفع کولو لپاره د موبایل له لارې سندرې اوري او د خپلې خوښې ويډیوګانې ګوري.

هغه چې د درېیو اولادونو مور ده وايي، اولادونه یې روغ زېږېدلي او خپله هم کومه روغتیايي ستونزه نه لري؛ ځکه د میندوارۍ پر مهال ډېری وخت په ځمکو کې په فزیکي فعالیتونو لګیا وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.