Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ده‌یک کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وایي چې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني حل او فصل شوه.

د غزني د قومونو او قبايلو چارو رييس مولوي جان‌محمد مومن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې دوه کورني د کوچیانو د نیازي قوم اړوند دي او دوه کاله مخکې یې له یوې شخړې وروسته ترمنځ دښمني جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړه، نن د قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړیتوب د یادو دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.

یوه منځګړي او قومي مشر فضل‌الرحمن وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې د دوو کوچي کورنیو ترمنځ جنجال رامنځته شوی و او یو لوري هم نه شوای کولای په خپلو سیمو کې په ډاډه زړه ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوۍ تر سيوري لاندې ژوند کوي او په ښو چارو کې به يو او بل ته لاس ورکوي.

په دې جرګه کې یوه دیني عالم ملا اکبر وویل، یووالی او همغږي ټولنه له بدبختیو  ژغوري چې فاصلې، اختلافات او کرکې کموي او په ټولنه کې د دوستۍ او همپالنې فضا رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه چې یووالی او همغږي په یوه ټولنه کې د بریالیتوب کیلي ده او ټولنه هغه مهال پرمختګ ته رسېږي چې ترمنځ یې یووالی او همغږي ټینګه وي.

د یادو کورنیو یوه غړي نوراجان وویل، دوی دوه کاله په شخړو کې سره تېر کړي او نن خوښ دي چې ترمنځ یې روغه وشوه.

هغه ژمنه وکړه چې بیا به هيڅکله یو بل ته د زیان اړولو هڅه ونه کړي او د تل لپاره به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو راوروسته د هېواد په کچه زرګونه لویې او وړې دښمني حل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.