Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو پر تمویل او تجهیز خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدارسیون د آسیا پاسیفیک حوزې له رییس سره په لیدنه کې د ګډو همکاریو د دوام، د بشري مرستو زياتوالي او په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو د تمويل او تجهيز په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سره صليب او سري میاشتې  ټولني نړيوال فدراسيون (IFRC) د آسيا پاسيفيک حوزې مشر الكساندر ماتيو سره وكتل.

متقي ویلي، دا چي دې وروستیو کې له پاکستان اوایران څخه د افغان کډوالو راستنول او راتلل زیات شوي نو اړتیا ده چې له هغوی سره د سرپنا، پاکو اوبو، صحي خدماتو برابرولو او په ټوله کې د اقتصادي بوختیا لپاره یې اغیزمن ګامونه واخیستل شي.

نوموړي دغه‌راز غوښتنه کړې چي د سوري زړه پر ناروغیو د اخته ماشومانو د درملني لپاره دې  په هېواد کي دننه مجهز او معیاري کلینیکونه جوړ شي.

 الكساندر هم ویلي، افغانستان كي اوسمهال د ۳۰۰ په شاوخوا کې  کلینیکونو او شفاخانو سره د مرستو لړۍ روانه ده او ژمنه یې وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ  به نوره هم پراخه کړي.

هغه ویلي، د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د  وړاندي کولو په برخه کي به ګړندۍ هڅې کوي  او د بي‌وزله او اړمنو افغانانو لاسنيوي ته به ادامه ورکوي.

یاد وزارت لیکلي، د ناستي په پاي كي د ګډو همکاریو پر دوام، د بشري مرستو پر زياتوالي او په افغانستان کې د صحي مراکزو په تمويل او تجهيز هر اړخيز بحث او د همکارۍ ډاډ څرګند شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.