Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیو‌اېف‌پي: روان اوړی کولای شو په افغانستان کې له هرو لسو اړمنو یوازې یوه سره مرسته وکړو

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان اوړي کې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه بنسټ یوازې له یو میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، سږ کال په اوړي کې دغه پروګرام له یو میلیون کسانو سره خوراکي بېرنۍ ژغورونکې مرسته کوي.

سرچینه زیاتوي، هره میاشت د یادو مرستو پروسه د افغانستان په یو شمېر هغو سیمو کې چې لوږه په‌کې ډېره ده، ترسره کېږي؛ دا هغه سیمې دي چې د وچکالۍ او سېلابونو په څېر طبیعي افتونو له امله یې زیان لیدلی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، زیانمنو کورنیو ته د غنمو اوړه، غوړي، حبوبات او مالګه وېشل کېږي څو تر درېیو میاشتو پورې ژوندي پاتې شي.

ډبلیواېف‌پي لیکلي: «دا بېړنۍ لنډمهاله مرستې د خوړو د ناامنۍ له بحراني حالت سره د خلکو د مخ کېدو مخه نیسي – په داسې حال کې چې اوسمهال په افغانستان کې نږدې لس میلیون کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.