میدانښار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): په میدانوردګو ولایت کې د پنځه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د انټیموني او سربو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.
د میدانوردګو ولایت د مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «افغان - قرغیز د انټیموني او سربو» کارخونه پر ۲۵ جریب ځمکه جوړه شوې چې د ورځې د ۶۰ ټنه خالصو موادو ترڅنګ، ډبرې هم پروسس کوي.»
د افغان - قرغیز کارخونې د پرانيستې مراسمو کې د چارو ادارې د ريیس شيخ نورالحق انور په ګډون د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت استازو، والي قاري بختیار معاذ او یو شمېر ولايتي چارواکو او مسوولينو هم کډون کړی و.
د چارو ادارې ريیس ویلي: «هېواد له بېلابېلو زېرمو ډک دی او د اسلامي امارت مسوولین په دې هڅه کې دي چې د هېواد دننه کانونه پروسس شي او افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.»
هغه له پانګهوالو غوښتي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خلک د نورو له احتیاجه خلاص کړي څو په راتلونکي کې یو اباد هېواد ولرو.
سرچینې لیکلي چې د یادې کارخونې جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخې ته تللې او پاتې ۳۰ سلنه به یې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي چې ۴۰۰ کسانو ته به پهکې په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
د یادونې ده، انټیموني یو کيمیاوي عنصر دی چې د ښیښې او سرامیکو او ځینو برېښنايي او د اور ضد وسایلو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP