Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شرافت: د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې په هېواد کې د شري ۴ زره شکمنې پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): یو شمېر ډاکټران په داسې حال کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ ډېرېدو خبره کوي چې د عامې روغتیا وزارت د روان ميلادي کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه د دې ناروغۍ د څلور زره شکمنو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.

ډاکټران د شري ناروغۍ د یاد شمېر پېښو ثبت د اندېښنې وړ بولي او پر وخت د ماشومانو پر واکسین کولو او د حفظ‌الصحې پر مراعاتولو ټینګار کوي.

د شري ناروغي څه شی ده؟

د کابل ښار د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې د داخله ناروغیو برخې مسوول پروفیسور ډاکټر محمدعارف حسن‌زی وايي چې شری یو ډول ساري ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان پرې اخته کېږي، دغه ناروغي د ټوخې او پرنجي او یا د پزې او خولې له ترشحاتو سره د مستقیم تماس له لارې له ناروغ کس نه روغ کس ته لېږدي.

هغه وویل چې ټوخی، د پزې بهېدل، سینه‌بغل، د سترګو سرې کېدل، بې‌اشتهایي، پر بدن سرې دانې، د ستوني درد او په خوله کې د سپینو لکو پیدا کېدل پر شري د اخته کېدو نښې دي.

د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي

په اندراګاندي روغتون کې د داخله ناروغیو برخې مسوول ډاکټر محمدعارف پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه د دې برخې د مسوول په توګه ویلای شم چې له نږدې ۸ تر ۹ کلونو راهیسې د شري پېښې ډېرې شوې او له هغه راوروسته هر کال موږ په روغتون کې د شري ناروغۍ پېښې لرو.»

هغه زیاته کړه: «دمګړۍ زموږ په ساري سرویس کې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ ناروغان بستر دي، پر دې سربېره چې بسترونه کم دي، خو له مجبوریته مو پر یوه بستر دوه تر درې ناروغان بستر کړي، په دې معنا چې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې دي.»

دغه راز، کابل ښار کې د اتاترک ملي روغتون د ماشومانو د داخله برخې ټرېنر متخصص ډاکټر محمدشفیع کوشا رسولي هم وايي: «دغه ناروغي نه یوازې زموږ په هېواد کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د پام وړ ډېره شوې ده.»

د هغه د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال د درې لومړیو میاشتو په اوږدو کې په دغه روغتون کې ۶۰۰ او په ټول کال کې  ۱۲۰۰ پر شري اخته ماشومان ثبت شوي خو د کافي درملو د شتون او د مناسبو خدمتونو وړاندې کېدو له امله د مړینې پېښې ډېرې کمې دي.

دغه‌راز، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي، د روان میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په هېواد کې د شري ناروغۍ څلور زره مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

ورته مهال، افغانستان کې نړۍوال روغتیايي سازمان دوه میاشتې مخکې هم د یادې ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او پر خپله فیسبوک‌پاڼه یې لیکلي وو: «د شري پېښې د ډېرېدو په حال کې دي، شری په یخ موسم کې په چټکۍ خپرېږي.»

د ډاکټرانو له قوله د شري د ډېرېدو لاملونه

ډاکټر حسن‌زي د شري ناروغۍ ډېرېدو لامل په اړه وویل: «دا ویروسي ناروغي ده چې د چاپېریال له لارې خپرېږي، هر ماشوم چې مناسبه حفظ‌الصحه ونه لري، کورنۍ کې یې څوک په شري اخته وي، واکسین یې نه وي کړی او یا ضعیف وي، پر دې ناروغۍ اخته کېدای شي، په دې ډول شرایطو کې ویروس په اسانۍ له ناروغ ماشوم څخه روغ ماشوم ته انتقالېږي.»

د شري درملنه او مخنیوی

ډاکټر حسن‌زي د شري د درملنې او مخنیوي په اړه وویل، هر څومره چې دغه ناروغي په ماشومانو کې ژر تشخیص شي، درملنه یې ساده او پرته له کوم جدي خطر څخه ترسره کېږي خو که دغه ناروغي ډېر دوام وکړي نو جدي او ګواښوونکې پایلې درلودلای شي.

د هغه په خبره، د یادې ناروغۍ پر وړاندې د ماشوم واکسین کول پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ۹۵ سلنه مخه نیسي او تر څنګ یې باید ناروغ ماشومان له روغو ماشومانو جلا وساتل شي.

هغه د ماشومتوب دورې د واکسینونو پلې کېدل مهم بولي او له کورنیو یې وغوښتل چې د خپلو ماشومانو حفظ الصحې او تغذیې ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته مهال، ډاکټر محمدشفیع کوشا رسولي هم د یادې ناروغۍ د واکسین پر پلې کېدو ټینګار کړی او له کورنیو یې وغوښتل چې له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د حفظ الصحې د مراعاتولو ترڅنګ دې حتما خپل ماشومان واکسین کړي.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې پر یادې ناروغي اخته کیږي، باید له ماسک استفاده وکړي، له روغو کسانو لرې و اوسي او د ډاکټرانو د سپارښتنې پر اساس دې درمل په وخت وخوري.

د روغتیا نړۍوال سازمان هم د شري واکسین پر پلې کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «خپل ماشومان په دې ډاډ چې لږ تر لږه یې د شري دوه ډوزه واکسین ترلاسه کړی خوندي وساتئ، پر وخت او ژر اقدام د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی کوي!»

دغه‌راز سرچینې زیاته کړې، که ماشومان مو ناروغ وي، هغوی په کور کې وساتئ.

ناروغ لرونکي د وړیا درملو د وېشلو غوښتنه کوي

د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی او د ماشوم روغتیا په روغتون کې یوه پایواز حیات‌الله وویل چې لور یې پر شري اخته ده او د درملنې لپاره یې دغه روغتون ته راوړې ده.

هغه زیاته کړه: «لومړی مو خپل ناروغ د قره‌باغ کلینیک ته راوړ خو درملنه یې ونه شوه، درملو یې تاثیر ونه‌کړ، بیا مو دلته راوړه، هم سینه بغل او هم پر شري اخته شوې ده.»

نوموړی له اسلامي امارت څخه غواړي، هغو ناروغانو ته چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی درمل دې په وړیا ډول ووېشل شي.

دغه‌راز، د کابل ښار د خوشحال خان سیمې اوسېدونکې او د اتاترک ماشومانو ملي روغتون کې یوه پایوازې منیژې وویل: «د زوی مې درې شپې مخکې یو ناڅاپي تبه شوه، اتاترک روغتون ته راغلو، له اوله معلوم نه شو چې شری لري، درمل یې ورکړل، خو وضعیت یې لا خراب شو، بیا مې راوړ ډاکټرانو وویل پر شري اخته شوی.»

نوموړې د یاد روغتون له خدمتونو ستاینه وکړه، خو ویې ویل، د هغو ناروغانو لپاره چې د درملو د پېرلو وس نه لري، وړیا درمل دې ووېشل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.