Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب ناڅاپي مړینې ته غبرګونونه

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو، سیاستوالو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د کرکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو، د ولسي او حماسي شاعر مطیع‌الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د ادبي ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.

د افغانستان مشهور حماسي شاعر مطیع‌الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله د خوست په یوه روغتون کې د ۵۴ کلونو په عمر وفات شو او نن به په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو پیغام په خپرولو سره ویلي په ډېرې خواشینۍ یې خبر تر لاسه کړی چې د هېواد «خوږژبی ولسی شاعر او د احساساتو غږ» مطیع الله تراب له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

په پیغام کې راغلي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د نوموړي د مړینې له امله د هغه درنې کورنۍ، خواخوږو، دوستانو او د شعر او ادب مینه والو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب وفات سخت متأثره کړو، له الله تعالی څخه نوموړي ته جنت‌الفردوس، کورنۍ او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړو.»

د اسلامي امارت بل لوړپوړي چارواکي انس حقاني هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «مطیع‌الله تُراب هغه ولسي شاعر و چې د ټولنې په متن کې و او شعر یې د ولس د شعور، وجدان، هیلو او قضاوت لوړ غږ و.»

هغه زیاته کړې، که څه هم مرګ د نوي ژوند پیل دی، خو د ځینو کسانو مړینه په ټولنه کې تشه رامنځته کوي، الله (ج) دې د هغه ګور رڼا او ابدي سفر ورته اسانه کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په ډېرې خواشینۍ سره خبر شو چې د هېواد خوږژبی ولسي شاعر مطیع‌الله تراب په حق رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې، ارواښاد مطیع‌الله تراب د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول او د وطندوستۍ او یووالي پیغام به یې تل په خپلو اشعارو تر خلکو رساوه.

ده ویلي: «د خپلې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب د ارواښاد مطیع‌الله تراب کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی له درباره خدای بښلي ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.»

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان وتلی، ولسي او ملي شاعر مطیع‌الله تراب له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.»

ده زیاته کړې، انسان له خاورې دی او بېرته خاورې ته ورګرځي، خو داسې شخصیتونه چې د قلم، ژبې او فکر له لارې یې ولس ته خوښي، مینه، غیرت او بیداري ورکړې وي، هغه نه مري.

په تېر حکومت کې د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلم‌یار په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، «ارواښاد تراب د لوی افغانستان ارمانجن، یو باجرئته، شجاع، ولسي او حماسي شاعر و»؛ هغه په پښتو ادب او فرهنګ کې یو داسې نوم پرېښود چې هېر به نه شي، شعرونه به یې د راتلونکو نسلونو په زړونو او ذهنونو کې د ویښتابه انګازې کوي.

ده لیکلي: «هغه تل د خپل وطن او قام درد په ډېر جرئت او ډېرو روانو، ساده او ولسي الفاظو بیاناوه؛ تراب د شعر داسې ژبه درلوده چې د مظلوم فریاد یې د ظالم پر وړاندې په زړورتیا بیاناوه، یو تاریخي، نه تسلیمېدونکی او نه تکرارېدونکی شخصیت و.»

د پوهنتون استاد اسمعیل یون پر خپله فېسبوک‌پاڼه د تراب په اړه لیکلي: «نه یوازې زما، بلکې د هر ملتپال او هېوادپال افغان په زړه کې چې څه ګرځېدل، هغه ده په خپله جادوګره ژبه بیانول؛ کلام یې له داسې هنر او داسې جوهره ډک و چې عوام پرې هم پوهېدل او خواص هم، ځوانان هم پرې پوهېدل، ماشومان او بوډاګان هم.»

هغه وايي چې عامو خلکو هم د تراب له شعره خوند اخیست او دیني علماوو هم، ادیبانو یې هم شعر خوښاوه او د بېلابېلو ذوقونو خاوندانو هم.

یون زیاتوي: «تراب یو کم‌پیدا غمی و خو په داسې وخت کې زموږ د ټولنې له ګوتمۍ ولوېد چې لا ډېر کلونه ورته زموږ د خلکو ضرورت و، ډېر وخت په کار دی چې کومه پښتنه مور کېني او بیا د خپلې مینې په زانګو کې د تراب په څېر بچی وزنګوي.»

دغه راز ادیب او لیکوال عبدالغفور لېوال لیکلي: «ارواښاد مطیع‌الله تراب ولسي شاعر و، د ولس په ژبه یې د ولس غوښتنې په رسا غږ او ځانګړي انداز بیانولې، د ده د شعر لوستلو سبک ولوله‌پاروونکی و او تر پایه د لرو برو پښتنو د ملي پیوستون له فکر څخه وانه‌وښت.»

د کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډل‌مشر راشدخان، او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو محمدنبي، رحمن‌الله ګربز او یو شمېر نورو لوبغاړو هم د تراب په مړینه خواشینې ښودلې ده.

سربېره پر دې، یو شمېر نورو حکومتي چارواکو، پخوانیو سیاستوالو او فرهنګي شخصیتونو هم د مطیع‌الله تراب مړینه یوه ستره ضایعه بللې او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې ده.

د کوزې پښتونخوا سندرغاړي کرن‌خان لیکلي: «مطیع‌الله تراب هم له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې، څه د کمال حافظه الله ورکړې وه – انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ویلو یې خپل انداز و، خواخوږو، ملګرو، مینه‌والو او کورنۍ ته يې صبر غواړم، ټولو پښتنو ته تسلیت وایم.»

دغه راز، د یادې سیمې سیاستوال محسن داوړ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د ملي غرور نامتو حماسي شاعر، د ولس راپورته‌کوونکی ولسي دروند غږ، د پښتو ژبې روښانه لمر، د لر او بر افغان ملت د‌ زړونو او دردونو ټکور مطیع‌الله تراب حق ته ساه ورکړه.»

هغه زیاته کړې، ملي جمهوري غورځنګ د خدای بښلي کورنۍ ته جميل صبر او مرحوم ته جنتونه غواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین لیکلي: «د لر او بر پښتون افغان ولس د مینې، احساس او قربانۍ خوږژبې شاعر مطیع‌الله تراب له بده مرغه د زړه د حملې له امله له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. د ملي وحدت‌ ارمانجن تراب په خپل ژوند کې ملي وحدت ونه‌ لیده او د لر او بر د وطن اوسنیو حالاتو له امله د تراب د مرګ وصیت چې د یو نظم په بڼه یې ویلی و، پوره کېدل هم مشکل ښکاري، د تراب غم زموږ لپاره ډېر دروند دی، الله تعالی دې مطیع‌الله تراب ته د خپل جنت تر ټولو لوړ مقام ورکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.