کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو په لړ کې، امو لوبډلې بست ته او مس عینک سپینغر ته ماتې ورکړه.
په نننۍ ورځ کې د شپږیزه لیګ دوه سیالۍ ترسره شوې؛ لومړۍ لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه د مس عینک او سپینغر ترمنځ وه.
د لومړۍ لوبې په جریان کې، د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې.
امو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.
دغه راز، دویمه لوبه د مس عینک او سپینغر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې سپینغر لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې.
مس عینک لوبډلې ورکړل شوې هدف په شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو وېکټو په توپیر یې د سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP