Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: د بګرام هوایي ډګر په ګډون په ټول افغانستان کې یو بهرنی پوځي هم حضور نه‌لري

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بګرام هوايي ډګر په اړه د امریکا د ولسمشر د پرله‌پسې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو یو نظامي کس هم شتون نه‌لري او نه هم ا.ا په هېواد کې د بهرنیو نظامي حضور غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ادعا کړې چې د بګرام هوایي ډګر اوس د چینایي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او باید د امریکا پخواني حکومت دغه مهمه اډه له لاسه نه وای ورکړې.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي چې د یاد وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د لسګونو ډیپلوماټانو د فراغت په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار دا خبره کړې چې د بګرام هوایې ډګر ته ګواګي نور بهرنيان راغلي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ دوی ته دا خبره وریادوو چې تاسې باید افغانستان هم درک کړی، افغانان هم درک کړی او تر ټولو مهمه دا چې اسلامي امارت او مسوولین یې هم درک کړی، که اسلامي امارت له بهرنیو ځواکونو سره د موجودیت تعامل کولی، هغوی یې منلی بیا دا شل کاله قربانۍ دا په لکونو شهیدان د څه لپاره، که چېرته افغانانو د کومو هېوادونو د نظامي ځواک حضور په افغانستان کې منلی نو پخواني شوروي اتحاد به یې منلی وای، دا دومره هجرتونه او کړاوونه به یې نه ګالل.»

هغه زیاته کړه، که افغانانو بهرنی پوځي حضور منلی وای، نو د امریکا ناټو او شاوخوا ۵۰ هېوادونو پوځي شتون به یې هم منلی وای خو د افغانستان اسلامي امارت او افغان ولس د هېواد په هېڅ برخه کې بهرنی نظامي حضور نه مني.

نوموړی ټینګار وکړ چې دغه خبره باید د ولسمشر ټرمپ او نورو هېوادونو له لوري جدي ونیول شي؛ ځکه اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره سیاسي، ډيپلوماټیک او اقتصادي تعاملات لري خو په هېڅ ډول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور نشته او دا خبره ټولو ته څرګنده ده.

هغه وویل: «ټولې دنیا ته دا اطمینان دی چې په ټول افغانستان کې د کوم هېواد یو نظامي فرد هم وجود نه لري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.