کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): اسلامي امارت د غزې پر خلکو د اسراییلو ظلمونه غندلي او له مؤثرو جهتونو یې غوښتي چې ژر تر ژره د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او روان ظلم او زیاتی پای ته ورسوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په ډېره خواشینۍ سره، لا هم د فلسطین په غزه کې سلګونه زره مسلمانان د اسراییلي صهیونیستانو تر ظالمانه یرغل، وحشت، سختې لوږې، تندې، ناروغیو او بېرحمانه بمبارۍ لاندې دي.»
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت یو ځل بیا د اسراییلو ظلمونه، د ملکي وګړو پر وړاندې لوږه، کلابندي، او د بشري مرستو د نه پرېښودو سیاست، تر څنګ د ښځو او ماشومانو بمبارول او شهیدانول په کلکو ټکو غندي.
اسلامي امارت پر اسلامي امت، مسلمان هېوادونه او نور مؤثر لوري غږ کړی چې ژر تر ژره د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د مرستو رسېدو لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او ناورین پای ته ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP