Language

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ امو بند امیر ته، او مس عینک بست ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سياليو په لړ کې د امو لوبډلې بند امیر ته او  مس عینک بیا د بست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لیګ کې نن دوه لوبې ترسره شوې؛ لومړۍ لوبه د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو ترمنځ، او دویمه د مس عینک اتلانو او بست ساتونکو ترمنځ وشوه.

د ورځې په لومړۍ لوبه کې بند امیر لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې.

امو نهنګانو ورکړل شوی هدف په شلم اور کې، د اوو لوبغاړو په سوځېدو، پوره کړ او بند امیر ته یې د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دویمه لوبه د مس عینک او بست ترمنځ وه.

په دې سیالۍ کې مس عینک لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

د بست ساتونکي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې اود ۱۸ منډو په توپیر یې مس عینک ته لوبه وبایلله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.