Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو او د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو  په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو دافغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا  کې به د پام وړ مرسته وکړي.

هغه وویل، د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي او په لویه کې به دغه کمپلکس د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.

هغه یوځل بیا پر ټولو پانګوالو او تجارانو غږ وکړ چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د هغه په خبره، اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو مننه وکړه چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډوروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې په ټینګار وغوښتل چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، دصنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبوبندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.