Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بنګله‌دېش کې د یوې نظامي الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۹ کسان مړه او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې د هوايي ځواکونو یوې تعلیمي الوتکې لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه او څه باندې سل نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاده الوتکه پرون د ډاکې ښار په اوتارای سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي له ودانۍ سره له لګېدو وروسته لوېدلې ده.

په راپور کې راغلي چې د بنګله‌دېش د هوايي ځواکونو یاده تعلیمي الوتکه «F-7 BGI»  ډوله د چین جوړه وه چې پر ځايي وخت یوه بجه او شپږ دقیقې یې له هوايي ډګره الوتنه کړې وه.

راپورونه ښيي چې د پېښې پر وخت زده‌‌کوونکي په ټولګیو یا د ازموینې ورکولو په حال کې وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې ۱۹ کسان مړه او څه باندې سل نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.