Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني پای ته ورسېده

شبرغان (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني چې له امله یې له دواړو لورو شل کسان وژل شوي وو، د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام‌نبي صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دښمني چې د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د عرب قوم د دوو کورنیو ترمنځ د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه، د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب د جرګې له لارې پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه: «یاده دښمني د رییس فقیر او عبدل کلانتر ترمنځ رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو ۲۰ کسان وژل شوي خو اوس له نېکه‌مرغه ورورولۍ او ګډ ژوند ته په بشپړې ژمنتیا پای ته ورسېده.»

هغه زیاتوي چې د یادې شخړې له پای ته رسېدو وروسته دواړه خواوې له یو بل سره پخلا او یو بل یې په غېږ کې ونیول.

نوموړي وویل، هيڅکله د دښمنیو او اختلافاتو پای ته رسولو لپاره ناوخته نه‌ دی او هيڅ څه هم د سولې او پخلاینې په څېر ښه نه دي.

د ښکېل یوه لوري کس: باور لرم چې ارامتیا د ژوند واقعي معنا او اساس دی

د قضیې یو لوری عبدل کلانتر وايي: «د ۲۱ کلونو په موده زموږ ترمنځ دښمني وه، د دغو کلونو په لړ کې له بده مرغه د دواړو کورنیو شلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

هغه زیاته کړه: «د دښمنۍ د دوام له ډاره اړ شوو خپل ځوانان له هېواده بهر ته ولېږو څو خوندي پاتې شي. په یاده موده کې مو نه یوازې خپل خواخوږي له لاسه ورکړل، بلکې د ژوند ارامښت، هوساینه او فرصتونه مو هم د دې دښمنۍ قرباني کړل.»

نوموړی له دې امله چې ترمنځ یې دښمني پای ته ورسېده خوښ دی او وايي: «اوس مو له نېکه‌مرغه د قومونو او قبایلو ریاست په منځګړیتوب او د قومي مشرانو په صادقانه هڅو دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود. نن مو ترمنځ هيڅ ډول ستونزه نشته او د سولې او ورورلۍ په فضا کې ژوند کوو، باور لرو چې ارامښت د ژوند رښتینې معنا ده.»

دیني عالمان: په سوله او یووالي کې پیاوړتیا او ځواک دی

په جوزجان کې یو دیني عالم مولي عطا‌ءالله چې په یاده قضیه او ځینو نورو قضیو کې یې منځګړیتوب کړی وویل، دښمنۍ او اختلافات د کورنیو په ګټه نه دي او په دې قضیه کې ډېره وینه تویه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «بالاخره د منځګړیتوب له لارې موږ دیني عالمانو او سپین‌ږیرو وکولای شول دغه ۲۱ کلنه دښمني فیصله کړو. دواړه خواوې مو پخلا کړې او له دې وروسته دغه موضوع حل شوه او ان‌شاءالله په راتلونکي کې به د دوی ترمنځ څه ستونزه نه وي.»

ورته مهال، د جوزجان ولایت د علماوو شورا رییس شیخ خیرالله حقاني چې په یاده قضیه کې یې منځګړیتوب کړی وویل، د جوزجان د قومونو او قبایلو چارو ریاست له مسوولینو سره په همکارۍ او همغږۍ د خلکو ترمنځ شخړو او دښمنیو ته رسېدنه کوي.

هغه زیاته کړه: «په دغو شل کلونو کې موږ د ډېرو موضوعاتو شاهد وو چې حل شوي، په یووالي کې قدرت دی، کله چې د یوه قوم او یوه هېواد غړي له یو بل سره یووالی ولري، کولای شي ستونزې په ښه ډول مدیریت کړي او ګډې موخې ولري.»

قومي مشر: دښمنۍ او غچ اخیستل کورونه ورانوي

د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې یوه قومي مشر سردارمحمد قریه‌دار وویل: «عفو او بښنه د کمزورتیا نښه نه بلکې د انسان د لویوالي نښه ده، موږ د دې ټولنې د مشرانو او سپین‌ږیرو په توګه دنده لرو چې د کینې اور د تدبیر او حکمت پر اوبو مړ کړو، باید د سولې او ګډ ژوند لار خپله کړو، دښمنۍ او غچ اخیستل کورونه ورانوي، خو بښنه زړونه ابادوي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د یادې پخوانۍ دښمنۍ پای ته رسېدل د شریعت اصولو او منل شوو قومي دودونو پر بنسټ د یووالي، اسلامي ورورولۍ او د قومي شخړو د سالم مدیریت یوه بېلګه ده.

روان کال په جوزجان کې د ۲۰ دښمنیو حل او فصل

د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام‌نبي صمیم وویل چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د جرګو او منځګړیتوب له لارې د دښمنۍ او اختلافونو ۱۱۰ قضیې حل شوې دي.

هغه وویل چې روان کال کې په یاد ولایت کې د دښمنیو ۲۰ قضیې حل شوې او اوس هم هڅه کوي چې داسې نورې قضیې پیدا او رسېدنه ورته وکړي.

هغه د جوزجان د خانقاه ولسوالۍ د عرب قوم د دوو کورنیو ترمنځ د سولې رامنځته کېدو ته په اشاره وویل، یاده دښمني د کورنیو مسایلو له امله رامنځته شوې وه چې د قومي جرګې په جوړولو او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په سوله‌ییز ډول حل شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.