Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کرکر سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د رییس مولوي عبدالله حامد له قوله راغلي چې دغه پېښه د کرکر ډبرو سکرو کان درېیم نمبر صوف د یو ناڅاپي ناستې له امله شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره چې ژغورونکې ډله پر وخت سیمې ته رسېدلې، مړي او ټپیان یې د بغلان مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.