کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې اسلاماباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د سفر په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي خو کره نېټه یې تر اوسه ده معلومه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان، اسلاماباد ته د مولوي امیرخان متقي د سفر په اړه یوه خبري غونډه کې ویلي چې د دغه سفر په تړاو د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي او کره نېټه به یې وروسته معلومه شي.
هغه زیاته کړې: «د دغه سفر په اړه، کولای شم تایید کړم چې د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات روان دي او نیټې د ټاکل کېدو په حال کې دي.»
هغه ویلي: «موږ پر دې کار کوو، د نېټې په نهایي کېدو سره به موضوع له تاسو سره شریکه کړو.»
دغهراز هغه د پاکستان له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې د احتمال په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا موضوع اوس مهال د یوه اټکل په حدی کې ده او په اړه یې څه نشم ویلای.»
په همدې حال کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې تړاو د پژواک خبري اژانس اړیکه نه ده ځواب کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP