Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فاریاب پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څه باندې ۶۰۰ محصلین فارغ شول

میمنه‌ (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د فاریاب والي د دغه ولایت د پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه د څه باندې ۶۰۰ محصلینو د فراغت‌ په مراسمو کې له ځوانانو وغوښتل څو په هېواد کې پاتې شي او د وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د یادونې ده چې د فاریاب د پوهنتون له اتو پوهنځیو ۶۵۰ محصلین فارغ شول او د خپل فراغت نمانځلو ترڅنګ یې له مسوولینو وغوښتل چې ته د کار زمینه ورته برابره کړي.

د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي د یاد شمېر محصیلنون د فراغت په مراسمو کې وویل: «نن د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د مختلفو ولایتونو ۶۵۰ ځوانان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې او د سولې، امنیت، یووالي او خوښۍ په فضا کې خپل فراغت نمانځي.»

هغه زیاته کړه، یاد ځوانان چې له مختلفو پوهنځیو فارغ شوي، یو لوی مسوولیت لري چې په هېواد کې پاتې شي او په هره برخه کې یې چې زده‌کړې کړې، خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

بلخوا، فارغان له اسلامي امارته غواړي چې د کار زمنیه ورته برابره کړي.

د فاریاب پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ او د بامیان ولایت اوسېدونکی مېلادخان ایلخاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څلورو کلنو زده‌کړو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو په بریالیتوب سره یې بشپړې کړې.

هغه زیاته کړه چې اوس په هېواد کې امنیت تامین دی او اړتیا ده چې ځوانان د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.

هغه دغه راز له اسلامي امارته وغوښتل چې ځوانانو ته کار زمینې برابرولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، د لوګر ولایت اوسېدونکي نظیف‌الرحمن چې د فاریاب پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی، وايي: «خوشحاله یم چې خپلې لوړې زده‌کړې مو بشپړې کړې او نن مو خپل فراغت ونمانځه.»

هغه هم له اسلامي امارته ورته غوښتنه لري او وايي، د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو یوه لویه ستونزه بې‌کاري ده چې اسلامي امارت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي څو بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي.

په ورته وخت کې، د فاریاب پوهنتون د عملي چارو مرستیال پوهندوی عزیزالرحمن حقیار پژواک ته وویل چې د دغه پوهنتون له اتو پوهنځيو ۶۵۰ محصلین فارغ شوي دي.

حقیار زیاته کړه، د فاریاب پوهنتون ۳۱۸ کادري، اداري او خدماتي بستونو په درلودو سره د هېواد له غوره پوهنتونونو دی او د عملي کادرونو او استادانو له اړخه لوړ ظرفیت لري چې ډیری یې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړې زده‌کړې لري.

هغه زیاته کړه چې ډېر ژر به په دغه پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړ شي او ټولې کاري پروسې بشپړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.