Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسحاق‌ډار د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته تللی

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو او نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته تللی دی.

عرب نیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې په اپرېل میاشت کې د واشنګټن له لوري د پاکستان پر صادراتو د ۲۹ سلنه تعرفې له اعلانېدو وروسته، د امریکا او پاکستان ترمنځ ځینې خبرې اترې پیل شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسحاق‌ډار چې واشنګټن ته د رسیدو پر مهال یې په امریکا کې د پاکستان د سفیر رضوان سعید شیخ له لوری هرکلی وشو، ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په دې لیدنه او ناسته کې به د پاکستان او امریکا د اړیکو مهم اړخونه وڅېړل شي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ پر ودې د ځانګړي تمرکز له مخې به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره لارې چارې ولټول شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.