Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت معین وړ او ژمنو کسانو ته د مسوولیتونو پر سپارلو ټینګار کړی

نیلي (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین دایکنډي ته د خپل سفر پر مهال ټینګار کړی چې باید په دندو کې له تداخل، قومي او ژبنيو تعصبونو ډډه وشي، دغه‌راز ویلي یې دي، امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره نېک، اسلامي او د اخلاقي اصولو مطابق چلند ولري.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین ملا محمدابراهیم صدر دایکنډي ته په خپل پروني سفر کې د دغه ولایت له ټولو مسوولینو غوښتي څو په دندو کې له تداخل او قومي او ژبني تعصبونو ډډه وکړي.

د دایکنډي والي ویاند غضنفر کاظمي وویل چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لوی معین په خپل دغه سفر کې له ملکي او نظامي مسوولینو سره ناسته ترسره کړه او له مسوولینو یې وغوښتل چې وړ او ژمنو کسانو ته مسوولیت وسپاري.

هغه سپارښتنه وکړه چې مسوولین دې خپل سیرت او چلند نبوي سنتو ته په کتو تنظیم کړي او اسلامي چلند دې په عمل کې پلی کړي.

ملا صدر په یاده ناسته کې ویلي چې د روغتیا، زده‌کړو، بیارغونې او امنیت ټینګښت د مسوولینو، چارواکو او مجاهدینو اصلي دندې دي. هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه په «چک‌پاینټونو» کې باید له خلکو سره نېک، اسلامي او د اخلاقي اصولو مطابق چلند ولري.

هغه څرګنده کړې چې د ټولو دولتي بنسټونو موخه باید خلکو ته صادقانه خدمت او د اسلامي شریعت پلي کول وي او ټول مکلف دي چې د خپلو ټاکل شوو دندو په چوکاټ کې د نظام امنیت، پراختیا او پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

ورته مهال، د دایکنډي والي مولوي نجیب‌الله رفیع ویلي چې په دغه ولایت کې د ټولو امنیتي بنسټونو ترمنځ بشپړه همغږي شته او د ولایت په کچه هيڅ ډول امنیتي خنډ او ګواښ نشته.

هغه څرګنده کړه چې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه له منځه تللی او د جرمونو کچه د پام وړ ټیټه شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.