ایبک (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت نږې ۸۰ ځوانانو ته په بېلابېلو برخو د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوه. خو بلخوا، د دغه پروګرام ګډونوال له حکومته د دوامدراه کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي.
د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فیضمحمد ریحان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه پرواګرام کې زدهکوونکو ته د مبلجوړونې او فرنیچر، د موبایل ترمیم، د موټرسایکل بستهبندۍ او ترمیم او خیاطۍ برخو کې زدهکړې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان به د مسلکي زدهکړو په دغه شپږ میاشتني پروګرام کې په عملي او نظري ډول زدهکړې وکړي.
د دغه پرواګرام یو شمېر ګډوال خوښي څرګندوي، خو له حکومته د دوامداره کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کوي.
یوه کډونوال محمدادریس چې خیاطي زده کوي وويل: «له دې مخکې بېکاره وم او ډېرې ستونزې مې لرلې. اوس خوشحاله یم د حرفې زده کولو زمینه راته برابره شوې ده.»
هغه زیاته کړه چې حکومته او موسسې باید په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار اوږدمهاله زمینه برابره کړي څو د ځوانانو ستونزې یوڅه حل شي.
د یادولو ده چې له دې مخکې هم په سمنګان کې ځوانانو د مسلکي زدهکړو ورته پروګرامونه جوړ شوي او سلګونه ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP