Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د دېګ‌ بخار جوړولو لومړنۍ کارخونې فعالیت پیل کړ

شبرغان (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دېګ بخار جوړولو لومړنۍ کارخونې خپل فعالیت پیل کړ.

د «منصور هاشمي» په نوم دغه صنعتي کارخونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په شتون کې پرانیستل شوه او د دېګ‌ بخار د تولید برخه کې یې فعالیت پیل کړ.

د دغې فابریکې رییس سید ذبیح‌الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه کارخونه کې چې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې، د ورځې به له ۳۰۰ تر ۱۰۰۰ دانې دېګ‌ بخارونه تولید شي.

هغه زیاته کړه چې د دې کارخونې په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

بلخوا، د جوزجان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس قاري عبدالحی عمر مختار د یادې کارخونې د فعالیت پیلېدل د اقتصادي ودې او دغه‌راز د بې‌کارۍ کچې ټیټېدو برخه کې یو اغېزناک اقدام وباله.

په همدې حال کې، په دغه کارخونه کې پر کار بوخت کسان هم خوښي څرګندوي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.