Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني پوهنتون کې یوه پروژه بشپړه او بله پیل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۴): غزني کې سیمه‌ییز مسوولین وایي‌ چې د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې بشپړې او د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلې پروژې چارې پیل شوې.

د غزني پوهنتون رييس مولوي عبدالواسع منصور پژواک خبري آژانس ته وويل چې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر غزني ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت په پوهنتون کې د یوه کرنیز څیړنیز فارم د جوړولو چارې پرانیستي او د همدې پوهنتون د لیلیې ودانۍ یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.

نوموړي وویل: «د لیلیې ودانۍ چارې چې د پخواني حکومت پر مهال ۹۶٪ بشپړې شوې وې، پاتې چارې یې تېر کال د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.»

هغه همدا راز وویل چې په یاده پروژه کې د لیلیې خوړنځای، البسه، چپرکټونه او نور اړین توکي شامل دي.

دغه‌راز نوموړي وویل چې د غزني په پوهنتون کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز څېړنیز فارم د جوړولو چارې هم پیل شوې.

نوموړي وویل، دا څېړنیز فارم به په ټولو اړینو وسایلو سمبال شي څو د کرنې پوهنځي محصلین پکې خپلې څېړنې په ښه توګه ترسره کړي.

ده زیاته کړه چې دا پروژه به هم ډېر ژر ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

د ده په وینا، د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون له یو شمېر نورو نیمګړو پروژو هم ليدنه کړې او د چارو د پيلېدو ژمنه یې وکړه.

ورته وخت کې، د غزني پوهنتون يو شمېر محصلين د لیلیې پر جوړېدو خوښي څرګندوي وایې چې مخکې په شخصي ځايونو کې اوسېدل او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.