کابل (پژواک، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د غزې ښار د بشپړ نیولو په اړه د اسرائیلو طرحې ته غبرګونونه ښودلي، دغه پرېکړه یې غلطه بللې او له اسراییلو یې غوښتي چې له دا ډول اقداماتو ډډه وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییلو سیاسي – امنیتي کابینې نن د جمعې په سهار د غزې ښار د بشپړ کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې او د بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیانیه کې ویلي چې د اسراییلو پوځ د غزې ښار د کنټرول لپاره چمتووالی نیسي.
خو د برېټانیا لومړي وزیر کییر اسټارمر په یوه بیانیه کې ویلي چې د اسراییلو له خوا په غزه د بریدونو زیاتولو پرېکړه ناسمه ده او «موږ ترې غواړو چې ژر تر ژره پر دې پریکړه بیا غور وکړي. دغه اقدام د جګړې په پای ته رسولو او د اسراییلي بندیانو خوشې کولو کې هېڅ مرسته نه کوي او یوازې د زیاتې وینې توییدنې لامل به شي .»
هغه زیاته کړې: «په غزه کې بشري بحران ورځ تر بلې خرابېږي او اسراییلي زندانیان د حماس له لوري په وحشتناکو او غیر انساني شرایطو کې ساتل کېږي. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو، هغه اوربند، د بشري مرستو زیاتوالی، د حماس له خوا د ټولو بندیانو خوشي کول او د خبرو اترو له لارې حللاره ده.»
هغه ویلي چې له خپلو متحدینو سره په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره پر اوږدمهاله پلان کار کوي څو فلسطینیانو او اسراییلیانو ته د روښانه راتلونکي زمینه برابره شي.
د برېټانیا لومړي وزیر زیاته کړې چې په مزاکراتو کې د دواړو خواوو له صادقانه ګډون پرته، دا لرلید د ورکېدو په حال کې دی. «زموږ پیغام روښانه دی، ډیپلوماتیکه حللاره ممکنه ده، خو دواړه لوري باید له ویجاړۍ ډډه وکړي.»
د اسراییل د اپوزیسیون رییس هم د غزې د بشپړ کنټرول له طرحې سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې د غزې د نیولو لپاره د امنیتي کابینې پرېکړه یو «داسې فاجعه» ده چې د نورو فاجعو لامل به شي.
په همدې حال کې، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ د یوې بیانیې په خپرولو له اسراییلو غوښتي، داسې کوم اقدام ونه کړي چې په غزه کې د بشري ناروین د لا زیاتېدو لامل کېږي.
هغه زیاته کړې چې په زور بېځایه کول له نړۍوالو حقونو سرغړونه ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د اوربند د ټینګښت، له خنډ پرته د بشري مرستو د رسولو او د اسراییلي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم نن اعلان کړی چې هېواد یې د غزې ښار د کنټرول په اړه د اسراییلو پرېکړه په کلکه غندي او له نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا یې غوښتي چې د دغه پلان د پلي کېدو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
ترکيې ويلي چې اسرائيل بايد ژر تر ژره خپل جنګي پلانونه ودروي او خبرې اترې پيل کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې ټینګار شوی، هر هغه ګام چې اسراییل یې د هغه څه د دوام لپاره اخلي چې ترکیه یې «په فلسطین کې نسلوژنه او اشغال» بولي، د نړۍوال امنیت لپاره به جدي ګوزار وي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر هم د اسراییلو دې پرېکړې ته په غبرګون کې، د دې طرحې د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه طرحه د توافق وړ حللارې د تحقق او د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو له حق سره په ټکر کې ده.
هغه په خپله بیانیه کې اسراییلو ته سپارښتنه کړې چې د جګړې د سختېدو پر ځای باید په غزه کې د ملکي وګړو د ژوند ژغورلو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP