کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۴): زابل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د لرګیو په یوه هټۍ کې د اورلګېدنې له امله درې میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د رابل امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغه پېښه نن (جمعه) د بېاحتیاطۍ له امله د شاجوی ولسوالۍ د لرګیو د پلور کوڅه کې د لرګیو په یوه هټۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې ویلي چې دغه اورلګېدنه د کلات ښار د اطفایې امریت، ځايي مسوولینو او خلکو په هڅو مهار شوې او چا ته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.
د سرچینې په خبره، په دغه اورلګېدنه د درې میلیون افغانیو په ارزښت لرګي او نور توکي سوځېدلي، خو د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د نورو توکو د سوځېدو مخنیوی شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP