Language

پکتیا کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

ګردیز (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څمکنیو او احمدخېلو ولسوالۍ کې یې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

د پکتیا امنیه د قوماندانۍ په خبرپاڼه کۍ راغلي چې یادې وسلې او مهمات د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په څمکنـيو کې دوه کلاشینکوفونه، دوه توفنګچې، درې شاجورونه او ۲۲ فیره مرمۍ، او په احمدخېلو کې دوهکلاشینکوفونه، یو M16 ټوپک، پنځه توفنګچې، یو چهره‌دار، یو انګریزي ټوپک، ۳۴ فیره مرمۍ، دوه شاجورونه او نور مهمات ترلاسه شوي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې یادې وسلې په ناقانونه توګه ساتل کېدلې او د نورو قانوني اجراتو لپاره د ډایاک معاونیت ته سپارل شوي دي.