Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي

فیروزکوه (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د غور امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.

د غور د امنیي قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاد کسان د غور د دولینې ولسوالۍ په تربولاق کلي کې نیول شوي چې د اېف په نوم ۹۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي یې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځاي کړي وو او غوښتل یې نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي.»

نوموړي زیاته کړه، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.