Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ یو ورځنۍ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

 د غزني د بدني روزنې او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل، د پهلوانۍ دا ټاکنیزې سیالۍ د پهلوانۍ فدراسیون له‌خوا د دغه آمریت په همکارۍ او همغږۍ د دولتي جمنازیوم په تالار کې ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه، په دغو سیالیو کې په درېیو ګټګوریو (نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو) کې ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و چې په پایله کې ټولټال ۳۰ غوره وزرشکاران د منتخبې لوبډلې لپاره غوره شول.

هغه وویل، په دغو سیالیو کې د مولا علي پهلوانۍ کلب لومړی مقام، د قهرمانان کلب دویم او د میوند المهدي کلب درېیم مقام خپل کړ.

بلخوا، ورزشکاران هم د یادو سیالو پر ترسراوي خوښي څرګندوي.

 محمدنصیر چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی و، پژواک ته وویل: «د دغو سیالیو ترسره کېدل زموږ لپاره ډېر ګټور دي. باید تل ترسره شي څو موږ له خپلو تمریناتو او سیالیو پاتې نه شو.»

یوه بل ورزشکار بسم‌الله وویل: «زموږ ستونزه دا ده چې مناسب ځای نه لرو، ډېری وخت په سختو شرایطو کې تمرینونه او سیالۍ ترسره کوو، باید زموږ له پهلوانانو ملاتړ وشي.»

یاده دې وي چې غزني کې د ورزش مینه‌وال ورځ تر بلې ډېرېږي او اوسمهال په دغه ولایت کې د بېلابېلو ورزشونو ۳۷ فدراسیونونه فعالیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.