کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، د «جهادي اثارو» د ساتنې په موخه د جهادي موزیمونو سربېره «جهادي ارشیف» هم جوړېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د جوزجان والي د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فعالیتونو، د «جهادي اثارو» د ساتنې په موخه د «جهادي موزیم»، د فیضاباد ولسوالۍ د عامه کتابتون د ودانۍ جوړېدو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ځمکو د ابادولو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جوزجان والي دغهراز په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د ځوانانو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په اړه هم بحث کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاډ ورکړی چې یادو موضوعاتو ته به رسېدنه وشي.
نوموړي ویلي، د «جهادي اثارو» د ساتنې لپاره د «جهادي موزیمونو» جوړولو ترڅنګ «جهادي ارشیف» هم جوړ شي او د جهاد او تېرې مبارزې تاریخ به هم ولیکل شي.
په خبرپاڼه کې د دغو موزیمونو او ارشیف جوړېدو د ځای په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP