Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست او ننګرهار کې ډرون بریدونو مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): ځایي سرچینې وایي، تېره شپه د ننګرهار په شینوارو او د خوست په سپېره ولسوالیو کې ډرون بریدونه شوي چې له امله یې درېیو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي: «د شينوارو ولسوالۍ اړوند د  ۲۸مې ويالې سيمه کې تېره شپه د شاه‌سوار په نوم د يو بېوزله ملکي وګړي پر کور د ډرون دوه حملې شوې چې له امله يې درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.»

خبرپاڼه کې راغلي، یادې کورنۍ له هیڅ ډلې سره تړاو نه درلود او په پېښه کې یې درې خونې هم ویجاړې شوې دي.

د ننګرهار ولایت مقام ویلي، د پېښې ټپیان روغتون لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د  ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی پر يادې پېښې خواشيني ښودلې او روغتيايي مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې چې د ټپیانو ښه درملنه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان د سولې او ثبات غوښتونکی او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پلوی دی، په نړۍوالو چارو کې بې‌طرفه دریځ لري او دا ډول کړنې به د سيمې ثبات اغېزمن کړي.

د ننګرهار ولایت مقام نه دي ویلي چې دغه برید چا کړی دی.

خو په خوست کې یوې حکومتي باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل: «بېګا شپه شاوخوا لس بجې د خوست سپېرې ولسوالۍ اړوند په سور کاخ سیمه کې د حاجي نعیم‌خان پر کور چې عام وګړی دی، پاکستاني ډرون الوتکې بمبار کړی چې په نتیجه کې یې د یاد کور درې ماشومان  شهیدان شوي، یوه زنانه او دوه نارینه زخمیان دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.