کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي، د مشاعرو د تنظیم قانون توشيح او په رسمي جریده کې خپور شوی چې پر بنسټ یې شاعران مکلف دي اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیراسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو له ستاینې او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقدولو ډډه وکړي.
د افغانستان عدلیې وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه وزارت د مشاعرو د تنظیم قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا له توشيح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړ.
سرچینې زیاته کړې، د مشاعرو د تنظیم په قانون کې چې په رسمي جریده کې خپور شوی تمهید، مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې شاملې دي، د مشاعرې د غونډو څرنګوالی، په دغو غونډو کې د شاعرانو د اشعارو محتوا او د مشاعرې د ارزونې د پلاوي وظایف تنظیموي او د اطلاعات او فرهنګ وزارت یې د تطبیق مرجع ده.
عدلیې وزارت ویلي، د دغه قانون پر بنسټ شاعران د مشاعرې له غونډې مخکې او د هغې په جریان کې مکلف دي چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیراسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو له ستاینه یا له هغوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی» د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقدولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د لمانځه، اذان او د جماعت وختونو ته درناوی ولري.
په اعلامیه کې راغلي، دغه راز یاد قانون شاعران مکلف کړي چې د خپلو اشعارو په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اسلامي عقیدې تحکیم، د امت وحدت او اسلامي غوښتنو ته بلنه په پام کې ونیسي او شعر یې باید له ناروا خواهشاتو او بېځایه احساساتو خالي وي.
د سرچینې په خبره، په دغه قانون کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه مکلف شوي چې مشاعرې ثبت کړي او د ارزونې د پلاوي له خوا د مشاعرې له تصفیې وروسته، هغه د یوه ځانګړي ادرس له خوا خپرې کړي.
اعلامیه کې زیاته شوې، د یاد قانون پر اساس، په مرکز او ولایتونو کې د مشاعرو د ارزونې پلاوي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د باصلاحیته استازي په ګډون د مشر په توګه او د امر بالمعروف وزارت او د علماوو شورا د استازو په غړیتوب رامنځته کېږي. دغه پلاوی دنده لري چې مشاعرې مخکې او وروسته له ترسره کېدو وارزوي او مثبت او منفي ټکي یې په ګوته کړي، د منفي ټکو پر حذفولو او د مثبتو ټکو د ځای پرځای کولو لپاره اقدام وکړي.
عدلیې وزارت ویلي چې د مشاعرو د تنظیم قانون له مخې، هغه شاعران او ترانهویونکي چې په خپلو شعرونو او نثرونو سره یې د ټولنې د اصلاح برخه کې فعالیت کړی وي، په مناسبه توګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا مکافات کېږي او له دغه قانونه سرغړوونکي د شریعت له حکمونو سره سم مجازات کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP