Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تېرې شپې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو  څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، پېښې ته د رسېدنې په موخه یوه ځانګړې کمېته جوړه شوې او د اوس لپاره سل میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ (مزار دره)، څوکۍ، وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره او نورو سیمو کې تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی.

هغه دغه راز وایي چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم د دې زلزلې له امله ۵۸ کسان ټپیان شوي.

دی وایي چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هم زلزلې څلور کسان ټپيان کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې هم زلزلې پنځه کورونه نړولي خو هلته یې مرګ‌ژوبله نه ده اړولې.

مجاهد د یادې زلزلې له امله د ړنګو شویو کورونو په اړه وویل: «کونړ کې ډېر کورونه ویجاړ شوي دي، یعنې څو کلي تخریب شوي، مزاردره چې موږ یاده کړه، ټول کلی تخریب شوی دی، تر اوسه پورې د کورونو په اړه مشخصې شمېرې نه دي را رسېدلي، اوس موږ یوازې د شهیدانو او ټپیانو شمېرې له تاسو سره شریکې کړې، نور جزییات به وروسته خپاره شي.»

هغه وایي چې ریاست‌الوزرا پېښې ته د رسېدنې لپاره د کلیو د پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ ځانګړې کمېته جوړه کړې ده چې د بېلابېلو ادارو او وزارتونو استازي یې غړیتوب لري.

مجاهد وایي: «د عاجلې رسېدنې لپاره د محترم رییس‌الوزرا له خوا زر لکه افغانۍ ورکړل شوې چې اوس استفاده ترې وشي؛ نورې پیسې به هم اړتیا په صورت کې ورکول کېږي.»

دی وایي چې له بېګا راهیسې د کورنیو چارو، دفاع او صحت وزارتونو د یادو ولایتونو د واليانو او له پېښو سره د مبارزې ریاستونو، سرې میاشتې او نورو مسوولینو له خوا د شهیدانو د راايستلو، زخمیانو د انتقال، د لومړنیو خوراکي او طبي توکو او نور د اړتیا وړ وسايلو د رسېدنې برخه کې لازم اقدامات شوي چی یوازې د ننګرهار له هوايي ډګره  ۴۰ الوتنی ترسره شوې دي.

هغه له ټولو خیریه بنسټونو، تجارانو او عامو افغانانو وغوښتل چې له خپلو زلزله‌ځپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

د یادونې ده، د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې هرات کې هم د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې درنه مرګ‌ژوبله او زیانونه اړولي وو.

هغه مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې د یادې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه او ډېر زیانونه د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې رسېدلي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم ویجاړ شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.