کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۷۰ څخه ۷۱ افغانیو ته او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۷ څخه ۷۱ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۴۸ څخه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
پلورونکي د یادو توکو د بیو لوړېدو لامل د نړۍوالو بیو لوړېدل بولي.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۵۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د تقاضا کمېدو او وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د بورې بیه ټيټه شوې ده.
ورته مهال، د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی:
- ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ
- ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ
- ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ
- یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ
- یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۱۵۰ څخه ۶۲۳۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۹۰۰ څخه ۴۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د وږي په ۸مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP