کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۱ کورنۍ چې ۱۰۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۱۲۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۳۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۰۵ کورنۍ چې ۵۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۹۷ کورنۍ چې ۵۴۳ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۵۰۰ زره او ۸۶۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۱۵ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۴۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د کندهار د سپینبولدک له لارې هم پنځه کورنۍ چې ۳۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، له دې ډلې شپږ کورنۍ چې ۳۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۴۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له ۷ کورنیو سره په ټولیز ډول ۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۱ کورنۍ چې ۳۵۳ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۶۷۹ مسافر هم راستانه شوي دي.
دغهراز، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم لس کورنۍ چې ۴۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له لسو کورنیو سره ۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۸ کورنۍ چې ۱۱۱ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۱۱۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۲۰۱ کورنۍ چې ۱۰۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۱۲۱ کورنۍ چې ۶۹۲ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۱۳۲ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۱۱۴ سیمکارتونه وېشل شوي دي.