ژبه

له زلزله‌ځپلو سره د تاجکستان، سویس، قطر او عزیزي بنسټ مرستې

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د ملي او نړۍوالو مرستو په دوام، تاجکستان، سویس او عزیزي خیریه بنسټ خپلې بشري مرستې لېږلې او قطر په سیمه کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ګرځنده روغتون رامنځته کړی دی.

تاجکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه مرستې د یاد هېواد د ولسمشر امام علي رحمان په سپارښتنه هغو افغانانو ته لېږل شوې چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي دي.

راپور کې راغلي، په دې مرستو کې ۲۴ ډوله توکي او اړین مواد لکه اوړه، غوړي، بوره، وریجې، کمپلې، جامې او د ماشومانو، ځوانانو او لويانو لپاره بوټان، خېمې، ودانیز او نور توکي شامل دي.

د راپور له مخې، دغه مرسته څه باندې درې زره ټنه وزن لري.

په راپور کې راغلي چې د تاجکستان د خلکو دغه اقدام د افغان ګاونډیانو پر وړاندې د خواخوږۍ څرګندونه ده او د تاجکستان پر ګاونډیتوب او بشردوستانه سیاست ټینګار کوي.

بلخوا، د افغان سرې میاشتې ټولنه وايی چې د سویس د پراختیا او همکارۍ دفتر د کونړ د زلزله‌ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه دې ادارې ته ۲۰ ټنه غیرخوراکي توکي سپارلي دي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې د سویس د پراختیا او همکارۍ دفتر مسوولینو د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست رییس ته سپارلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغاني سرې میاشتې د حوادثو رییس محمدصالح اخندزاده د سویس له خواخوږۍ او بشري مرستو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دغه مرستې به په بشپړه روڼتیا د کونړ زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.

دغه‌راز، د سویس د پراختیا او همکارۍ دفتر مرستیال ستاتا کیس ویلي، هڅه کوي د افغانستان د هر ډول طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

هغه ژمنه هم کړې چې د کونړ د زلزله‌ځپلو د وضعیت ښه کېدو لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.

د راپورونو له مخې، د سویس په مرسته کې ۳۱۰ خېمې او ۳۰۰ د ژمنيو جامو بستې شاملې دي.

دغه‌راز، عزیزي بانک پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د عزیزي خیریه بنسټ د مرستو کاروان د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزاردرې کلي ته رسېدلی دی.

په پیغام کې ویل شوي چې په دې مرسته کې د نغدو پیسو ترڅنګ اووړه، غوړي، وریجې، کمپلې، غالۍ او د ماشومانو لپاره جامې شامل دي.

ورته مهال، د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اړوند د لټون او ژغورنې نړۍوالې ډلې (لخویا) د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو لپاره د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو ګرځنده روغتون جوړ کړی دی.

د راپورونو له مخې، دغه ګرځنده روغتون تر دې دمه د څو ټپیانو لومړنۍ درملنه کړې او هغه ناروغان چې ځانګړې درملنې ته اړتیا لري، د ګاونډیو ولایتونو اصلي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه‌راز، د قطر د لټون او ژغورنې نړۍوالې ډلې د زلزله‌ځپلو کورنیو د موقتي استوګنې ځایونو برابرولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره څو خېمې هم درولې دي.

د یادونې ده، په وروستیو ورځو کې یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره مرستې کړې دي.

د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبه شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې مرګونې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې، په کونړ کې ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.