Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د بایسکل‌ځغلونې غوراوي سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د بایسکل‌ځغلونې ملي فدراسیون وايي چې په کابل کې یې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل‌ځغلونې غوراوي سیالۍ پیل کړې دي.

د یادو سیالیو پر مهال د بایسکل‌ځغلونې ملي فدراسیون سرپرست سید نبي‌الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو سیالیو کې له کابله ۷۰ ورزشکارانو برخه اخیستې چې د المپیک له ملي کمېټې به د دارالامان تر ماڼۍ پورې واټن وهي.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د بایسکل‌ځغلونې ملي سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره کېږي چې پایله کې به یې ۲۵ ورزشکاران د ملي ټاکنیزو سیالیو لپاره وټاکل شي.

د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون د سرپرست په خبره، شاوخوا شل ورځې وروسته به په هېواد کې د بایسکل‌ځغلونې ملي ټاکنیزې سیالۍ هم ترسره شي.

د یادو سیالیو ګډونوال محمدشریف پژواک ته وویل، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې دغو سیالیو ته چمتووالی نیولی او هیله لري چې ملي سیالیو ته به لار پیدا کړي.

هغه زیاته کړه، داسې سیالۍ ترسره کول د بایسکل‌ځغلونې ورزش د پرمختګ او د نوو استعدادونو موندلو لپاره ډېرې مهمې دي.

هغه د المپیک له ملي کمېټې غوښته وکړه چې د بایسکل‌ځغلونې برخې ته دې پاملرنه ډېره کړي او همداسې سیالۍ نورې سیالۍ دې هم جوړې کړي.

د یادو سیالیو بل ګډونوال شفیق عزیزي وایي، خوښ دی چې داسې سیالۍ ترسره کېږي او ګډون په‌کې کوي.

نوموړی وایي، دغو سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او هڅه کوي چې ښه نتیجه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.