کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کونړ له زلزلهځپلو سیمو د لیدنې پر مهال له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو هواري برخو کې خنډونه له منځه ولاړ شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کونړ له زلزلهځپلو او د زلزلې له سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
هغه لیکلي، ملا برادر له زلزلهځپلو سره د لیدنې پر مهال پر دغه ستر ناورین خپله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.
هغه زیاته کړې: «د امکاناتو د محدودیت باوجود اسلامي امارت پر دې توانېدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي.»
هغه د کونړ زلزلهځپلو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د هغوی ترڅنګ ولاړ دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وویل، ټولو امارتي مسوولینو ته هدایت شوی چې مرستې راټولې کړي او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو ووېشي.
هغه د هېواد پر سوداګرو، پانګهوالو او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د کونړ له زلزلهځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
برادر دغهراز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي، څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې د بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP