Language

د روسیې په کامچاتکا سیمه کې د ریښتر په کچه ۷.۴ درجه زلزله شوې

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو د ځمک‌پېژندنې ادارې راپور ورکړی چې نن سهار د روسیې د کامچاتکا سیمې ختیځ ساحل ته نږدې د ریښتر په کچه ۷.۴ درجه زلزله شوې ده.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د پتروپاولوفسک – کامچاتسکي ختیځ ته د ۳۹ کیلومتر په ژوروالي و.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

ورته مهال، رویټرز د امریکا د هواپېژندنې ملي ادارې اړوند د ارام سمندر د سونامي خبرداري مرکز په حواله راپور ورکړی چې د دې زلزلې له پېښېدو وروسته د سونامي کوم ګواښ نشته.

د المان د ځمکې د علومو څېړنې مرکز د دې زلزلې درجه د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې او ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره ښودلی دی.

Related Topics