ژبه

لوګر کې د ۴۹ ښوونځو د بیارغاونې چارې پيل شوې

توسط خان‌ولي احمدزی

سپتمبر 15, 2025 - 2:00 pm

Views: 460

پل‌علم (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز، محمداغه، خوښۍ، بره‌کي‌برک او خروار ولسوالیو کې د ۴۹ ښوونځیو د بیارغاونې چارې پيل شوې.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د اید شمېر ښوونځیو ښوونځي ودانۍ د شاوخوا ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې بیارغول کېږي.

هغه زیاته کړه: «په پیل شوو رغنیزو چارو کې د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو او ټولو ملحقاتو اساسي بیارغول، رنګول، د درسي ټولګیو، احاطوي دېوالونو، لاس مینځلو ځایونو او کانکرېټي کثافت‌دانیو جوړول، د اوبو او سپټیک څاګانو کيندل، د لمريزې برېښنا او اوبورسولو منظمو سیسټمونو فعالول شامل دي چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي.»

عرب وایي چې د دې پروژې له لارې به د یادو رغنیزو چارو بشپړولو ترڅنګ یوه بل ښوونځي ته ټول اړین دفتري وسایل او د زده‌کوونکو درسي مېزونه او څوکۍ هم برابر شي.

د پل‌علم یوه اوسېدونکي روح‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د لسګونه ښوونځيو ودانۍ بیارغول کېږي.

خو هغه ټینګار کوي چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې دې هم هغه ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي یې له پراخو ستونزو سره سره په ازاده فضا کې په زده‌کړو بوخت دي.