Language

اروپایي ټولنې افغانستان کې د ملګرو ملتونو له هوايي برخې سره ۴.۶ میلیون ډالر مرسته وکړه

کابل (پژواک، د تلې ۲مه، ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هوايي بشري خدمتونو له څانګې (UNHAS) سره ۴.۶ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د هوايي بشري خدمتونو (UNHAS) لپاره د اروپایي ټولنې له ۴.۶ میلیون ډالري (څلور میلیونه یورو) مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د اروپایي ټولنې ملاتړ به په افغانستان کې هوايي بشري خدمتونه فعال وساتي.

سرچینه زیاتوي چې دا بودجه د ملګرو ملتونو د هوايي خدمتونو دوام تضمینوي او د مرستندویانو د خوندي تګ راتګ او د افغانستان ځینو لرو پرتو سیمو ته د اړینو مرستو رسولو  برخه کې حیاتي رول لوبوي.

افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو د دفتر ريیس فرانسوا ګویمانز ویلي: «د ملګرو ملتونو ادارو او غیردولتي سازمانونو او شریکانو د بشري کارکوونکو خوندي انتقال او لرو پرتو سیمو ته د ژغورونکو کڅوړو رسول حیاتي اهمیت لري.»

د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو هوايي خدمتونه د دغه کار د ترسره کېدو برخه کې مهم رول لوبوي او د یوه حیاتي بشري شریان په توګه عمل کوي.

نوموړي څرګنده کړې: «موږ د افغانستان په کچه د تر ټولو زیان‌منونکو ټولنو ملاتړ لپاره ژمن یو.»

بلخوا، په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي: «د ملګرو ملتونو هوايي بشري پروګرام (UNHAS) د اروپایي ټولنې په څېر د مهمو شریکانو په مرسته د مرستندویانو او هغو خلکو ترمنځ اړیکه ټینګه ساتي چې د هېواد په کچه هغوی ته خدمات وړاندې کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د روان میلادي کال له پیله راهیسې د ملګرو ملتونو د بشري خدماتي الوتنو تر ۱۶۰۰ ډېر پروازونه ترسره کړي؛ دغه پروازونه ۲۰ ځایونو ته شوي چې ۱۸ یې د افغانستان دننه (۱۴ منظم مسیرونه او څلور درخواستي) او دوه یې نړۍوال منزلونه وو.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام د روان کال په لومړیو کې خبرداری ورکړی و چې ښايي د بودجې د سخت کسر له امله په افغانستان کې د دغه پروګرام هوايي خدمتونه ودرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.