Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د شل‌اوریزو لوبو لړۍ نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره د درېیو شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله به نن ماښام اووه بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې له بنګله‌دېش سره خپله لوبه پیل کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان به خپله دویمه شل‌اوریزه لوبه سبا او درېیمه لوبه به بیا د اکټوبر په پنځمه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

دغه‌رار، افغان لوبډله به له دغو شل‌اوریزو لوبو وروسته له بنګله‌دېش سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړي چې لومړی لوبه به یې د اکټوبر په ۸مه، دویمه د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۴مه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې له بنګله‌دېش سره د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د هېواد کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته ولاړه شي او هلته به د یاد هېواد له لوبډلې سره یوه ټيسټ او درې شل‌اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټيسټ‌لوبه به د اکټوبر په شلمه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۴مې به دوام وکړي.

دغه‌راز، افغان کرکټ ملي لوبډله به د اکټوبر په ۲۹مه له زمبابوې سره لومړۍ شل‌اوریزه لوبه ترسره کړي، دویمه لوبه به ورسره د همدې میاشتې په ۳۰مه او درېیمه به بیا د نومبر په دویمه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.