کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګلهدېش سره د درېیو شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله به نن ماښام اووه بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې له بنګلهدېش سره خپله لوبه پیل کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان به خپله دویمه شلاوریزه لوبه سبا او درېیمه لوبه به بیا د اکټوبر په پنځمه له بنګلهدېش سره ترسره کړي.
دغهرار، افغان لوبډله به له دغو شلاوریزو لوبو وروسته له بنګلهدېش سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړي چې لومړی لوبه به یې د اکټوبر په ۸مه، دویمه د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۴مه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې له بنګلهدېش سره د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د هېواد کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته ولاړه شي او هلته به د یاد هېواد له لوبډلې سره یوه ټيسټ او درې شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټيسټلوبه به د اکټوبر په شلمه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۴مې به دوام وکړي.
دغهراز، افغان کرکټ ملي لوبډله به د اکټوبر په ۲۹مه له زمبابوې سره لومړۍ شلاوریزه لوبه ترسره کړي، دویمه لوبه به ورسره د همدې میاشتې په ۳۰مه او درېیمه به بیا د نومبر په دویمه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP