Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوړ تناژ لرونکو ټانکرونو ته د سالنګ له لارې د تېلو د لېږد اجازه ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د تېلو د بیو په اړه د پژواک تر راپور وروسته، موظف پلاوي د تېلو بیو ټيټېدو په موخه پرېکړه کړې چې د لوړ تناژ لرونکو ټانکرونو ته دې اجازه ورکړل شي څو د سالنګ له لارې کابل ته تېل ولېږدوي.

پژواک خبري اژانس پنځه ورځې مخکې (د تلې ۱۵مه) راپور خپور کړ چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو په پرتله، د تېلو بیې په نړۍوال مارکېټ کې پنځه سلنه ټیټې شوې، خو په افغانستان کې په داسې حال کې ۲۲ سلنه لوړې شوې چې د افغانۍ بیه هم د ډالر پر وړاندې ۴.۶ سلنه لوړه شوې ده.

د چارو ځیني شنونکي وایي، په افغانستان کې د تېلو بیې ځکه لوړې شوې چې اوس یوازې لوړ کیفیت‌لرونکي تېل – چې په نړۍوالو مارکېټونو کې یې هم بیه لوړه ده- راواردېږي او د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له امله لوی ټېلري موټر هم له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.

د راپور له مخې، ځینو کسانو له حکومته غوښتي وو چې د سالنګ لویه لاره ژر جوړه او د لویو ټېلري موټرو تګ راتګ ته دې زمینه برابره کړي؛ ځکه چې د لوړ کیفیت‌لرونکي ډېر تېل له همدې لارې راوړل کېږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له دغه راپور دوه ورځې وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین په ملتیا، تېره پنجشنبه د سالنګ له لویې لارې لیدنه کړې او د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسوولینو سره تر خبرو وروسته یې پرېکړه کړې چې له شمال څخه به هغه لوړ تناژ لرونکو (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د حیرتان بندر ریاست او اقینې بندر مدیریت له لارې معرفي شوي وي، کابل ته د تېلو د انتقال اجازه ولري او هغه خالي ټانکرونه چې له کابل څخه ستنېږي، بدیله لار به کاروي.

د اعلامیې له مخې، یاد انتقالات به د جمعې له شپې پیل شوي وي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه پرېکړې د دې لپاره شوې، څو د تېلو انتقال منظم، د سړک د رغونې چارې خوندي او د عامو خلکو د اړتیاوو پوره‌ کولو بهیر چټک او اغېزناک شي.

په اعلامیه کې راغلي، د دغه ګام په پایله کې به د تېلو بیې په کابل او جنوبي ولایتونو کې راټیټې او د بازار ثبات به ټینګ شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.