Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان او هرات کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي

هرات، ایبک (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په سمنګان او هرات ولایتونو کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وویل، یو کس چې خپل ۱۳ کلن زوی یې وژلی و، نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه کس چې د دغه ولایت د حضرت‌سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کورنیو ستونزو له امله شاوخوا یوه میاشت مخکې له خپلې کورنۍ تللی و او له خپل ۱۳ کلن زوی سره د خلم ولسوالۍ په یوه کلي کې اوسېده.

هغه زیاته کړه چې دغه ۳۲ کلن سړي خپل زوی همالته وژلی او جسد یې دفن کړی و چې وروسته د خلم ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره، نیول شوي کس خلک، په ځانګړې توګه یو شمېر شپانه هم ځورولي وو او خلکو هم ترې مسوولینو ته شکایت کړی و.

رحماني څرګنده کړه چې تورن کس پر خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیه به یې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځايي مسوولینو د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزې بللې دي.

دغه‌راز،هرات کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اتمې امنیتي حوزې امریت د کشفي عملیاتو په ترڅ کې هغه کس د دې حوزې په مربوطاتو کې نیولی چې څه موده مخکې یې د اتمې حوزې یو اوسېدونکی وژلی او بیا وروسته له سیمې تښتېدلی و.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي زاده د دغه خبر د تایید ترڅنګ وویل چې د نیول شوي کس دوسیه به تر بشپړېدو وروسته په رسمي ډول عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.