خوستښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لهخوا په خوست کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پنځو ولسوالیو کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، دا رغنيزې پروژې د دغه ولايت په ځاځي ميدان، عليشېر، ګربز، تڼي او سپېره ولسوالیو کې پیل شوې چې په راتلونکو پنځو مياشتو کې به بشپړې شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي محمداسماعيل غزنوي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د ښوونځيو، ديني مدرسو، جوماتونو، د څښاک پاکو اوبو رسونې شبکو او کانالونو جوړول شامل دي.
هغه وویل: «زموږ پروژې اوس د ډیورنډ کرښې په اوو ولایتونو کې پیل شوې دي او نن په خوست کې یې شاهدان یو. وروسته به دا پروژې رسمي سرحدونو ته هم ورسېږي او محرومو ولسونو ته به سرحدي خدمات ورسېږي.»
ورته مهال، د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت د يادو پروژو د پيل پرمهال پژواک اژانس ته وويل چې دا مهال په دغه ولايت کې د بېلابېلو حکومتي ادارو په چوکاټ کې ګڼې رغنيزې پروژې روانې دي.
نوموړي وويل هڅه يې دا ده چې د خوست په ټولو لرو پرتو او محرومو سيمو کې رغنيزې پروژې پلې کړي.
دی وايي: «خوست ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله د اسلامي امارت په راتګ سره ډېر خدمات وشول او لا هم جريان لري، چې د هغې جملې ښار او هغې سره لنډې پرتې ولسوالۍ چې په لنډ وخت په کې د انکشاف ډېرې پروژې پلې شوې.»
بلخوا، ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پرتو ولسواليو اوسېدونکي که څه هم د يادو رغنيزو پروژو پر پيلېدو خوښ دي خو زياتوي چې نورو برخو کې هم ډېر کار ته اړتيا لري.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل: «زموږ په سيمه کې سړکونه او ويالې هر څه ويجاړ دي تراوسه پورې موږ ته داسې کار نه دی شوی چې موږ يې ووايو.»
د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي شاکرالله وويل: «موږ له دولت څخه غوښته لرو چې دا ډول پروژې نورې هم زموږ په سيمه کې پلې کړي، ځکه په تېر کې موږ ته هيڅ کار نه دی شوی.»
د معلوماتو له مخې، خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، ننګرهار، کونړ او نورستان هغه ولايتونه دي چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سيمو کې يې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا بېلابېلې رغنيزې پروژې پلې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP