Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير: د رسنیو پياوړتیا او د هغو د ستونزو حل ته ژمن یو

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازي سره په لیدنه کې ویلي، دغه وزارت د رسنیو پياوړتیا او د هغو پر وړاندې د شته ستونزو حل ته ژمن دی او د خبریالانو حقونه د اسلامي ارزښتونو او پاليسيو په رڼا کې تامینېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، ګیلس برتراند او ورسره مل پلاوي د دغه وزارت له وزیر شيخ شیراحمد حقاني سره په یاد وزارت کې ولیدل.

برتراند ویلي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه راغلی دی او هیله لري چې خپله برخه کې خدمت وکولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي، برتراند په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو د وضعيت او د هغوی د پرمختګ او پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي، سربیره پر دې نوموړي د اروپايي ټولنې له لوري په افغانستان کې د تاريخي ابداتو، زده‌کړو او روغتیا برخو کې د بېلابېلو پلي شويو پروژو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د تاريخي ابداتو په ساتنه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هم ویلي، دغه وزارت د رسنيزې برخې پياوړتیا او د شته ستونزو حل ته متعهد دی او دا خپله اساسي دنده ګڼي.

هغه ویلي، د اسلامي ارزښتونو او پاليسيو په رڼا کې خبریالانو ته د هغوی حقوق ورکول کېږي، د اسلامي امارت په بیاځل واکمنېدو سره شاوخوا ۱۸۰ نويو رسنيزو بنسټونو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي.

د هغه په خبره، د خبريالانو مصونيت او خونديتوب تامين شوی دی او تر دې دمه د هېڅ ژورنالېست د مرګ راپور نشته.

حقاني ویلي: «تاريخي آبدات د ملتونو ګډه شتمني ده چې د ساتنې او بیارغونې په برخه کې يې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي او راتلونکي کې به هم په دې برخه کې نور ګټور ګامونه واخیستل شي، وزارت هڅه کوي څو له اړوندو ادارو سره د تاريخي آبداتو د بیارغونې او ساتنې برخه کې ښه همغږي ولري.»

ده ویلي، اروپايي ټولنه او نورې اړونده ادارې باید له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې برخه کې دوامداره همکاري ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.