Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له چیني شرکتونو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي

کابل (پژواک،۲۴ تله، ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د چین د صادراتو او وارداتو له ۱۳۸م نړۍوال نندارتونه د لیدنې پر مهال چیني شرکتونو ته بلنه ورکړې څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزی چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو له ۱۳۸م نړۍوال نندارتون (Canton Fair) څخه لیدنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر په یاده لیدنه کې له بېلابېلو صنعتي برخو لکه د ماشین‌الاتو د تولید، ساختماني تجهیزاتو، برقي صنایعو، انرژۍ او ساختماني توکو څخه لیدنه وکړه او د چین د یو شمېر لويو شرکتونو له استازو سره یې لیدنې او خبرې وکړې.

عزیزي د چین صنعتي او ټکنالوجیکي ظرفیتونو ته د لېوالتیا په څرکندولو چیني شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلې پرمختللې ټکنالوجۍ او صنعتي تجربې افغانستان ته ولېږدوي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان په تولیدي او زیربنايي سکټورونو کې له نړۍوالو شرکتونو سره همکارۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

د چین د صادراتو او وارداتو نندارتون د نړۍ له سترو او پخوانیو سوداګریزو پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال دوه ځله په ګوانګجو ښار کې ترسره کېږي. په دغه نندارتون کې څه باندې ۲۵ زره چیني شرکتونه او زرګونه نړۍوال شرکتونه له څه باندې ۲۰۰ هېوادونو څخه ګډون کوي. د دغه نندارتون موخه د نویو تولیداتو معرفي، د سوداګریزو همکاریو پراخول او د نړۍوالو صادروونکو او واردوونکو ترمنځ اړیکې جوړول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.