Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د فوټسال سیالۍ د «وي‌ای‌پي» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

چاریکار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې د پروان د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د وي‌ای‌پي  (VIP)لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ شاوخوا یوه میاشت مخکې د پروان د مرکز د «عقابان» په ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې.

د هغه د معلوماتو له مخې، له مرحله‌يي لوبو وروسته وي‌ای‌پي لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د «بګرام باستان» خصوصي لېسې لوبډلې ته درې پر یو ماته ورکړه.

د مجاهد په وینا، په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو چې ۸۰ لوبغاړي په کې شامل وو، ګډون کړی و.

د یادو لوبو د پای په مراسمو کې د ورزشکارانو د هڅونې او له هغوی د ستاینې په موخه د مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو او لوبډلو ته جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.